Latest News from BBC Pashto




BBCPashto.com | کور پاڼه
09/04/2010 08:28 AM
ملي امنیت: د فساد په مخنيوي کې مرسته راسره وکړﺉ
د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خلکو غوښتي چې د فساد پروړاندې په مبارزه کې له دوی سره لاس یو کړي، ملي امنيت په حکومتي ادارو کې په فساد د ککړو او له قانون نه د سرغړونکو کسانو د په نښه کولو لپاره د ملي امنيت په اډانه کې يوه ځانګړې څانګه پرانستې ده.
09/04/2010 09:09 AM
توني بلیر: تندلاری اسلام نړیوال امنیت ته لوی ګواښ دی
د برتانيا پخواني لومړي وزير توني بلير چې برتانيا يې د عراق او افغانستان په جگړو کې ښکيل کړه، توند لارى اسلام نړۍ ته يو ''لوى گواښ '' بللى دى.
09/04/2010 07:50 AM
پاکستان: په کوټه کې ځانمرګي برید ۵۵ کسان وژلي
د پاکستان په کوټه ښار کې د القدس د نړیوالې ورځې د لمانځلو پرمهال پر راغونډو شوو شیعه ګانو یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۵۵ کسان وژلي دي. د برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.
09/01/2010 03:21 PM
ستاسو غږ :د افغانستان بانکي نظام څومره خوندي دى؟
د افغانستان بانکي نظام څومره خوندي دى؟
09/01/2010 01:54 PM
سپنتا: پاکستان کې د اورپکو 'ملاتړې' ادارې شته
يوه جگپوړي افغان چارواکي پر پاکستان تور لگولى چې د چپلې خوښې اورپکو ډلو ملاتړ کوي او داچې دافغانستان په اړه يې تگلارې کې د پام وړبدلون نه دى راغلى.
08/30/2010 11:26 AM
هرات: د کمیابه مرغانو د قاچاق مخه ونیسئ
د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې چارواکو له دې هېواده بهر ته د نادرو مرغانو د قاچاق مساله د اندېښني وړ بللې ده.
08/31/2010 10:13 AM
له امریکا سره د عراقي او عراقۍ کیسه
هسې هم ماشومان په لاس کې د وسلې اخیستو او لوبې ورباندې کولو ته لېواله وي، خو کاظميې ته څېرمه د کونډو او ماشومانو د اوسېدو په ځای کې ماشومان بیا وسلې په بل نیت په لاس کې اخلي.
08/25/2010 09:34 PM
پېلوزی ادبي، هنري پروګرام
پېلوزی ادبي، هنري پروګرام
08/28/2010 09:43 AM
د یونان اودېسې حماسه خیالي نه، واقعیت وه
په يونان کې د لرغون پوهانو يوې ډلې ويلي د دغه هېواد په اودېسې ټاپو کې يې د اولیس "ایساکا پاچا" هغه ماڼۍ کشف کړې، چې د همدې حماسې په نامه یادېده.
08/26/2010 12:15 PM
د روسيې سفير: د افغانستان ستونزه سيمه ييز حل غواړي
په افغانستان کې د روسيې سفير اندرې اوېتيسيان Andrey Avetisyan وايي روسيه غواړي په افغانستان کې يو مهم او پياوړى رول ولري . ښاغلى اوېتيسيان زياتوي دافغانستان ستونزه سيمه ييز هواري ته اړتيا لري او روسيه چمتو ده چې په دې کې مهم رول ولوبوي.
08/25/2010 11:00 AM
زما ښکلی 'ګیــزاب' په انځورونو کې
زما ښکلی 'ګیــزاب' په انځورونو کې
08/25/2010 01:26 PM
ستاسي غږ: د نړیوالو لخوا پر شوو قراردادونو د افغان حکومت اندېښنې
افغان ولسمشر حامد کرزي له خصوصي سکتور سره د نړيوالو قراردادونو د ارزونې حکم کړى دى . په دې اړه د وزيرانو شورا په غونډه کې د وينا پرمهال، ښاغلي کرزي په ځانگړي ډول د حکومت له جيگپوړو چارواکو او د هغوى له خپلو انو سره شويو قراردادونو ته گوته ونيوله.
08/23/2010 11:15 PM
راشد لطيف : د کريکټ بورډ مداخله د زغملو نه ده
د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د بيټينگ روزونکي راشد لطيف پر افغان کريکټ بورډ نيوکه وکړه چې د دۀ او کبير خان په کارونو کې يې ډيره مداخله کوله او له همدې امله دى ورسره کار نه کوي .
08/23/2010 12:31 PM
توني بلیر د "بوش د مینې" خاطرات چاپوي
برتانوي سرچينو ويلي چې د دغه هېواد د مخکني لومړي وزیر توني بلیر خاطرات چې ټاکل شوې، د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې خپرې شي، د امریکا د مخکني ولسمشر جورج بوش د "مينې تر پيغام پرته نور څه نه دي."
08/22/2010 12:39 PM
۱۵ کلنه نجلۍ د سمندر له لارې پر ګرده نړۍ راګرځي
یوه ۱۵ کلنه هالنډۍ لاورا دیکر غواړي په يوازې سر د يوې کوچنۍ کښتۍ په مټ په ټوله نړۍ راوګرځي، د نوموړې دا سفر به تر یوه کال ډېر وخت ونیسي.

Back To Main Page

Copyright © 1995-2008 Afghan Home Page